ناټو ته د هوايي چلند د ادارې لیک: د حامد کرزي هوايي ډګر مسوولیت اخیستلی شو

د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

د ملکي هوايي چلند ادارې په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته د یوه لیک په استولو سره ویلي چې دغه اداره چمتو ده چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د هوایي کنټرول د ټولو چارو مسوولیت پر غاړه واخلي.

‎په لیک کې راغلي، دغه اداره تمه لري چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د مې میاشتې تر لومړې نېټې د هوایي ټرافیک د کنټرول (control tower) ټول مسوولیتونه ور وسپارل شي.

‎د دغې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي په دې اړه د سې شنبې ( د وري ۳۱مه) په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "مخکې له دې چې دوی (ناټو) ووځي، د ملکي هوایي چلند اداره باید خپل چمتوالی ولري، نو د همدې لپاره د ‌‌‌‌‌‌ډګرونو په عملیاتي چارو کې کومه ستونزه رامخته نه شي، د دې لپاره د ملکي هوایي چلند اداره د هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګرونو د بشپړ مسوولیت اخېستلو برخه کې د افغانانو لپاره په نړیواله او معیاري کچه ظرفیتونه لري."

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

‎په دغه لیک کې د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر چې د هېواد ۷۰ سلنه هوایي خدمات وړاندې کوي د افغانستان هوایي دروازې په توګه له سياسي، اقتصادي او امنیتي اړخه له زیات ارزښت لري .

‎ناټو ځواکونو ته د ملکي هوایي چلند په لیک د احمدشاه بابا هوايي ډګر (کندهار) د مسوولیتونو لېږد تجربې ته په اشارې ویل شوي، هغه مهال د مسوولیتونو انتقال په ناببره توګه شوی و چې پایله کې یې دغه اداره له ګڼو ننګونو سره مخ شوه، اوس مهال د پخوانیو ننګونو او د تېرې منفي تجربې له تکرارېدو د مخنیوي په موخه د مسوول ارګان په حیث دغه اداره د مسوولیتونو منلو ته بشپړ چمتووالی لري .

د حامد کرزي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر او ملکي هوایي چلند ادارې د مسوولینو په خبره، وړاندې په کندهار ولایت کې د هوایي ټرافیک د کنټرول لپاره د ناټو او افغان حکومت ترمنځ په ګډه د ۱۳ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو په لګښت یو پروژه پلې شوې وه چې له مخې یې افغانانو ته د هوایي ټرافیک د کنټرول برخه کې مسلکي او تخنیکي روزنه ورکول کېده، خو وروسته له ارزونې روزل شوېو کسانو دا مسوولیت ترسره نه شو کړای او دا پروژه ناکامه شوه.

د دغې ادارې ویاند دا ونه ویل چې دا مهال په ټوله کې د الوتنو او هوایي ټرافیک کنټرول څو سلنه د افغان دولت په لاس کې دی؟ خو ویې ویل چې لا هم ناټو ځواکونو له افغانانو سره دې برخه کې کار کوي.

د احمدشاه بابا هوايي ډګر

د دغې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي وایي، مخکې د کرونا ویروس له خپرېدو د افغانستان له هوایي حریمه په ۲۴ ساعتونو کې شااوخوا ۴۰۰ الوتنې تېرېدې چې په خبره یې له هرې الوتنې به افغان دولت ۷۵۰ ‌‌‌‌‌‌ډالره اخېستل.

خو د ده په خبره دا مهال د افغانستان له فضایي حریمه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰ الوتنې تېرېږي چې له هرې الوتنې اوس هم ۷۵۰ ‌‌‌‌‌‌ډالره اخېستل کېږي خو د نوموړي په خبره په دې سره عواید هم کم شوي دي.

‎ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په دې اړه د غوڅ ملاتړ ماموریت ناټو نظر هم ولري، خو تر دې دمه یې پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

‎ناټو دا مهال د افغانستان د اکثرو هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګرونو د هوایي ټرافیک مسوولیت لري، خو افغان حکومت تل ټینګار کړی چې دوی اوس د دغه مسوولیت د بېرته اخېستلو لپاره په کافي اندازه ظرفیت لري.

‎بل خوا د کابل حامد کرزي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ځیني پخواني مسوولین وایي وړاندې هم له ناټو او بهرنیو ځواکونو د دغه مسوولیت غوښتنه شوې، خو دوی نه ده منلې.

د حامد کرزي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر پخوانی مشر یعقوب رسولي

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې د حامد کرزي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر پخواني مشر یعقوب رسولي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل:"دا مهال شااوخوا ۲۵ کسه په ټاور، ساحوي کنټرول، انجنیري او نورو برخو کې افغانان شته او کار کوي، خو زه فکر کوم چې تر څو چې دوی ناټو په بشپړ ‌ ‌‌‌‌‌ډول له دې ځایه تللي نه وي، دا مسوولیت افغانانو ته نه ورکوي، ځکه د فضا کنټرول له دوی سره دی، که څه هم دوه کاله وړاندې ولسمشر وویل چې دا کنټرول اوس د دوی په واک کې دی، خو تر اوسه پورې داسې څه نشته."

‎ملکي هوایي چلند اداره په داسې وخت کې له ناټو دا غوښتنه کړې چې ټاکل شوې د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل او د سېپټمبر تر۱۱مې دا بهیر پای ته ورسېږي.