د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان د والي د دفتر پر ودانۍ کې د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې ټپي شوی.
د زابل امنیې قوماندان جنرال محمد ویس صمیمي ازادي رادیو ته وویل، چاودنه نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) غرمه ۱۱ نیمي بجې د زابل د والي په دفتر کې هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي چارواکي د یوې امنیتي غونډې لپاره راټول شوي وو.
د صمیمي په وینا ښاغلی حق بیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
هغه زیاته کړه، په دې اړه چې دغه ماینونه چا ایښي وو، پلټنې پیل شوي دي.
د ښاغلي صمیمي په وینا شپږ ماینونه د ودانۍ په چت کې ایښودل شوي وو چې یوه یې انفجار کړی او له ښاغلي حق بیان پرته بل چاته زیاند نه دی رسیدلی.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه دی اخېستی.