له پاکستانه د فرانسې د سفیر د ایستلو موضوع پارلمان ته وړاندې شوه

د پاکستان پارلمان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي، د فرانسې پرضد د اسلامپالو د خونړیو مظاهرو وروسته به حکومت له دې هېواده د فرانسې د سفیر د ایستلو موضوع پارلمان ته وړاندې کړې چې په دې اړه رایې واخلي.

شیخ رشید احمد په یوې ثبت شوې ویډیو کې چې نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) خپره شوې دغه خبره کړې او ویلي یې دي، د پاکستان د تحریک طالبان لبیک له ډلې سره تر اوږدو خبرو دې پرېکړې ته رسیدلي چې حکومت به په دې اړه یوه مسوده پارلمان ته وړاندې کړي.

له پاکستانه د فرانسې د سفیر ایستل د پاکستان د تحریک لبیک د ډلې یوه غوښتنه ده.

دې سخت دریځې ډلې له څو ورځو راهیسې فرانسه کې د هغو کاریکاتورونو د خپریدو په وړاندې چې حضرت محمد ته سپکاوی بلل شوی، مظاهرې کړې دي.

تحریک لبیک ډلې د پاکستان له خاورې د فرانسې د سفیر د ایستلو د غوښتنې لپاره حکومت ته د اپریل شلمه چې نن ده، وروستی ضرب الاجل ټاکلی.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر تر دې څرګندونو وروسته د تحریک لبیک ډلې ویاند شفیق امیني نن په یوه صوتي پیغام کې ویلي چې له خپلو پلویانو یې غوښتي چې په ټول هېواد کې مظاهرې پای ته ورسوي.