د تېر کال پیل شوېو ناورینونو په خاطر سږ کال هم په نړۍ کې د بیان ازادي له ګواښونو سره مخ بلل شوې ده.
که د بېلاروس په مظاهرو کې د ژورنالېستانو ځپل دي او که د نګورنو قره باغ له جګړو د راپور ورکولو مخنیوی دا هغه څه دي چې د ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا هېوادونه یې د بې پولې خبریالانو د نړیوال سازمان د بیان د ازادۍ تازه نوملړ کې ډېرو ښکتو مقامونو ته وړي.
په بېلاروس کې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګسټ پر نهمه د ولسمشرۍ انتخاباتو په نتیجه کې الکساندر لوکاشینکا د شپږمې پرله پسې دورې لپاره د ولسمشر په توګه اعلان شو.
دغه اعلان د خلکو پراخ غبرګون وپارواه او لویې مظاهرې رامنځته شوې. د مظاهرو پر مهال شااوخوا دېرش زره کسان بند ته اچول شوي، سلګونه ټپیان او لسګونه وژل شوي دي. په نیولو شوېو او ځورول شوېو کې لسګونه خبریالان هم شامل دي.

بېلاروس کې مظاهرې
دوی د یادو مظاهرو د خبري پوښښ پر مهال کار ته نه دي پرېښودل شوي او په وړاندې یې د حکومتي ځواکونو له خوا ځپونکي اقدامات شوي دي.
د بیان د ازادۍ دا نړیواله رده بندي چې د اپرېل په شلمه خپره شوې ده، د بیان د ازادۍ د راتلونکي لپاره تر ټولو ګواښوونکی عمل هغه څه یادوي چې د روسیې د حکومت له خوا تېرو څو میاشتو کې نندارې ته وړاندې شو.
د کرملین د سیاسي منتقد او د اپوزیسیون ډلو د مشر الکسي ناوالنۍ د بندي کېدو پر ضد د مظاهرو پرمهال د ژورنالېستانو ځپل او د هغوی د کار مخنیوی د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان یو سیاسي موډل بللی چې په مټ یې ژورنالېستان سخت ځپل شوي دي.

روسیه کې د ناوالنۍ په ملاتړ مظاهرې
روسیې د بیان د ازادۍ په دې تازه رده بندي کې له ۱۸۰ هېوادونو یو نیم سلم ځای خپل کړی دی.
په روسیه کې د بیان ازادي په دې خاطر هم په خطر کې بلل شوې چې د کووېډ- ۱۹ وبا په اړه د سمې راپور ورکوونې پراخه مخه نیول شوې ده.
د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان وايي، د کرونا وبا په اړه د ناسمو معلوماتو د خپراوي د مخنیوي په پلمه ګڼو هېوادونو د روسیې لار تعقیب کړه او لا پسې یې د بیان د ازادۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړل.
افغانستان تېر ۲۰۲۰ کال هم تر پایه د خبریالانو پر وړاندې د هدفي بریدونو او تاوتریخوالیو لویې پېښې ثبت کړي.
د انعکاس ټلوېزیون ۳ ښځینه وژل شوې کار کوونکې
سږ کال هم چې لا یې پوره څلور میاشتې نه دي وتلي په دې هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي ثبت شوي.
تر ټولو دردونکې د انعکاس ټلوېزیون د درېیو ښځینه رسنیزو کار کوونکو وژل دي. دوی درې واړه په یوه ورځ په ننګرهار کې هدف ګرځول شوي.
افغانستان د بې پولې خبریالانو د نړیوال سازمان په دې رده بندي کې د بیان د ازادي له پلوه ۱۲۲ ځای لري.
د ۲۰۲۱ کال تر دې مودې د بیان د ازادي په دې تازه نوملړ کې د سر پنځه ځایونه د نارډیک یا سکانډناویا هېوادونه لري. ناروې لومړی مقام ګټلی دی.
د ۲۰۲۱ کال په مخه د بې پولې خبريالانو له خوا د بيان د ازادۍ له پلوه د تازه خپاره شوي نوملړ لپاره دا لينک کېکاږئ .
د بې پولې خبريالانو نړيوال سازمان په نوملړ کې افغانستان ۱۲۲ م ځاي لري. په دې لينک کې د افغانستان په اړه تازه معلومات لوستلى شئ.