د احصايي اداره: تېرکال واردات ۳,۵ سلنه او صادرات ۱۰ کم شوي وو

تېره ورځ د احصایې او معلوماتو ملي اداره کې د ۱۳۹۹ کال د احصائیوي کلنۍ د خپرېدو غونډه جوړه شوه

د افغانستان د احصاېې ملي اداره وايي، تېر ۱۳۹۹ لمریزکال کې د وارداتي اجناسو ټول ارزښت ۶۵۳۷,۶ ميليون ډالره او صادراتي اجناسو ارزښت ۷۷۶,۷ ميليونه ډالره وو.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې یاد معلومات تېره ورځ د ۱۳۹۹ مالي کال ارقام، شاخصونه او احصاییوي معلومات په یوه غونډه کې خپاره کړل.

د دغې ادارې د احصایې مرستیال حسیب الله موحد وویل چې د تېرکال پرتله په وارداتو کې ۳,۵ سلنه او په صاداراتو د ۱۰ سلنې په اندازه کموالی راغلی.

د احصایې اداره دا هم وویل چې دا مهال د افغانستان نفوس څه باندې ۳۳ نیم میلیونه ده چې ۵۱ سلنه یې نارینه دي.