افغانستان کې تېره اوونۍ نږدې '۴۰ ملکیان' وژل شوي

ارشیف، کابل کې په یوه چاودنه کې د یوه وژل شوي کس مړی

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، تېره اوونۍ نږدې ۴۰ ملکیان په دې هېواد کې په جګړو او د ناامنیو په پېښو کې وژل شوي دي.

د دې کمېسیون د عامه اړیکو مشر ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "د حمل له ۲۱مې نه د حمل تر۲۶مې پورې شاوخوا ۳۹ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي دي. په وژل شویو کې اته ماشومان او څلور ښځې شامل دي. د دغو وژنو مسؤل طالبان او ناپېژانده وسله‌وال دي."

د ښاغلي فرهنګ په وینا بم چاودنې او هدفي وژنې تېره اوونۍ د ملکي تلفاتو اصلي لامل بلل کېږي.

هغه د جګړې له ښکېلو اړخونو په تېره بیا له طالبانو وغوښتل چې د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره دې اوربند وکړي.