د هرات له زندانه ۳۵ ایراني بندیان خوشې شول

ارشیف

د هرات له زندانه ۳۵ ایراني بندیان خوشې شوي دي.

د هرات ولایت د استېناف محکمې رئیس شریف احمد فاني ازادي راډيو ته وویل دا بندیان یې له افغان زندانیانو سره په تبادله کې پرون دوشنبه (د وري ۳۰مه) خوشې کړي دي.

فاني زیاته کړه: "موږ تر اوسه د اویا کسانو په اړه پرېکړه کړې چې د خوشې کېدو په شرایطو برابر وو. د افغانستان د قوانینو پر اساس مو سزاوې ورته تعدیل کړې. د تعدیل له مخې ځینې بندیان خوشې کېږي او د ځینو نورو د حبس په موده کې کمښت راځي."

په پرونیو ۳۵ خوشې شوېو بندیانو کې ۱۳ ښځې هم شاملې دي.

د راپورونو پر اساس ایران په هرات او ځینو نورو ولایتونو کې د خپلو بندي اتباعو د خوشې کېدو په بدل کې شااوخوا دوه میاشتې مخکې ۶۳۹ افغان بندیان خوشې او افغانستان ته یې وسپارل.