چارواکي: بهرنیو هېوادونو ته د غالیو صادرات بیا پيلېږي

افغاني غالۍ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، ژر به د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د غالیو صادرات بیا پيل شي.

دا خبره د یاد وزارت ویاند فواد احمدي دوشنبه (د وري ۳۰مه) ناوخته ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل، د بودجې د کمښت په خاطر د هوا له لارې صادرات نه کېدل: "له یو لړ هڅو وروسته اوس تمه ده بېرته له هوايي دهلېزونو د غالیو د صادراتو لپاره زمینه برابره شي. له هغه ور هاخوا د لاجورد، چابهار او هم د ازبېکستان، ایران او پاکستان له لارې بهر او اروپايي هېوادونو ته د غالیو صادرات روان دي."

احمدي وویل، ژر به د سوداګرۍ وزارت له مخې د غالیو سکتور ته د یوه ۶ سلیزه تشویقي سبسیډي ورکول پرانېستل شي.

له دې مخکې د غالیو صادروونکو ادعا کوله چې د هوا له لارې د صادراتو په درېدو سره د غالیو په صادراتو کې نوي فیصده کمښت راغلی دی.

د افغانستان غالۍ د نړۍ له مرغوبو غالیو یادیږي چې په لویدیځو هېوادونو کې ګڼ مینه وال لري.