اروپايي ټولنه: روسي پوځيان اوکراین سره پر پوله ځای پرځای شوي

ارشیف

اروپايي ټولنې ویلي، یو نیم لک روسي پوځيان د اوکراین د پولو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورېل دوشنبه (د وري ۳۰مه) په یوه کنفرانس کې ویلي، د عسکرو دومره لوړ شمېر د اندېښنې وړ دی او هره شېبه ممکنه ده چې یوه وړه لانجه یوه جګړه رامنځته کړي.

بورېل زیاته کړه چې روسیې له اوکراین سره پر پوله خپل پوځي حضور په بې ساري ډول پراخ کړی دی: "دا لومړی ځل دی چې د اوکراین سرحد ته دومره ډېر روسي پوځیان استول کېږي. دا د اندېښنې وړ ده چې دومره زیات سرتېري هلته ځای پرځای کېږي. ځکه چې دلته یا هلته یو اور بلېدلای شي."

روسیې داسې وخت له اوکراین سره پر پوله یو نیم لک سرتېري ځای پر ځای کړي چې اوس اوس د اوکراین په ختیځ کې د تازه نښتو راپورونه ورکړل شوي.

د اوکرایني عسکرو او روس پلوو بېلتونپالو تر منځ په اووه کلنه جګړه کې له ۱۴ زرو زیات کسان ووژل شول.