لښکرګاه ښار کې د محمد الیاس داعي په نوم د څلورلارې رغنیزې چارې پیل شوې

د محمد الیاس داعي په نوم د جوړېدونکې څلورلارې ډیزاین

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي په نوم د یوې څلورلارې رغنیزې چارې پیل شوې.

د هلمند د ولایت له مطبوعاتي دفتره نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شهید الیاس داعي په نوم د څلورلارې د څلي د جوړولو چارې د هلمند د والي جنرال عبدالنبي الهام له لوري د خښتې په ايښودو سره پیل شوې.

د خبرپاڼې له مخې دغه څلورلارې او څلی یې د لښکرګاه د ښاروال انجنير عصمت‌الله صمدي په لارښوونه د خپلواکۍ څلورلاري جنوب لور ته د الياس داعي کور ته څېرمه جوړېږي.

د دغې څلورلارې رغنیزې چارې به د ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت په پنځو میاشتو کې بشپړې شي.

چارواکو ویلي دغه څلورلارې د الياس داعي د ياد ساتلو په هدف جوړوي.

د هلمند والي عبدالنبي الهام په دې مراسمو کې وویل چې ژورنالېستان د ټولنې سترګې او واقعي مدافعين دي چې په هر ډول شرایطو کي د خپلو خلګو ترڅنګ پاته شوي او په دې برخه کي هېڅ زور او فشار ته نه‌دي تسليم شوي. د هغه په وینا د هلمند ولايتي اداره هم د بیان او رسنیو ازادي ته ژمنه ده.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د تېر ۱۳۹۹ کال د لړم په ۲۲مه په لښکرګاه ښار کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو. تر اوسه د هغه د وژلو مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.