سولیوان: له افغانستانه به د استخباراتي معلوماتو د راټولولو وړتیا کمه شي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به په دې هېواد کې د امریکا د استخباراتي معلوماتو د راټولولو وړتیا کمه شي، خو بیا به هم دومره وړتیا هلته وي چې له میاشتو مخکې په دې پوه شو چې القاعده بیا ځان منسجم کوي کنه؟

جک سولیوان دغه څرګندونې پرون له امریکایي سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وکړې او ویې‌ویل: "دا خبره چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر کړې درسته ده چې هغه استخباراتي امکانات به چې موږ هلته د ۳،۰۰۰، یا ۳۰ زره او یا هم د سلو زرو ځواکونو په موجودیت کې درلودل، نه‌لرو خو د سي‌ای‌اې مشر دا هم ویلي چې موږ به کافي وړتیاوې وساتو او که القاعده بیا د بهرني ګواښ لپاره ځان منسجم کوي له میاشتو مخکې به د دغو خطرونو په وړاندې ځان چمتو کړو."

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم پرون له امریکایي اې‌بې‌سي ټلوېزیون سره په مرکه کې ورته خبره وکړه او ویې‌ویل، متحده ایالات به بیا هم د دې امکانات ولري چې له افغانستانه د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ په وړاندې په خپل وخت اقدام وکړي.

ښاغلی بلېنکن وايي: "موږ به امکانات ولرو چې وګورو ایا له افغانستانه بیا د ترهګرۍ ګواښ راټوکېدلی دی، موږ به دا وړتیا ولرو چې دا مسئله وخت په وخت وڅارو او هماغه وخت اقدام وکړو. موږ به خپل ځواکونه او امکانات ځای پر ځای کړو ترڅو د هر راټوکېدلي بالقوه ګواښ په وړاندې د خوندیتوب مسئله یقیني کړو."

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکایي ځانګړي ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي؟ وویل، امریکا به د خپل سفارت له ساتلو پرته نور هلته پوځي حضور ونه‌لري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټول امریکایي ځواکونه به د روان ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.