د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران پر روسیې د چک د تور په اړه بحث کوي

پراګ کې د روسیې سفارت مخ ته د راټول شویو مسکو پلویو معترضینو له ډلې د یوې په لاس کې د اروپايي ټولنې بیرغ

ټاکل شوې چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په غونډه کې د چک جمهوریت د هغې ادعا په اړه بحث وکړي چې د روسیې پوځي جاسوسان‌یې څو کاله مخکې د مهماتو د یوه زېرمتون په چاودنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

په دې چاودنه کې چې په ۲۰۱۴ کال د چک په ختیځه د زلین سیمې په وربیتیڅه کې شوې وه، دوه تنه ووژل شول.

د چک جمهوریت هغه روسي پوځي جاسوسان په دې چاودنه کې په لاس لرلو تورن کړي چې په ۲۰۱۸ کال په بریتانیا کې د روسیې د پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور د مسموم کېدو په پېښه کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

وروسته له هغې چې د چک جمهوریت استخباراتو د روسیې پوځي جاسوسان په دې چاودنه کې په لاس لرلو تورن کړل او ۱۸ روسي ډیپلوماتان‌یې د جاسوسۍ په تور له خپلې خاورې وایستل، مسکو په ورته اقدام کې د دې هېواد ۲۰ ډیپلوماتان له خپلې خاورې وایستل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چکي ډیپلوماتانو ته‌یې ویلي چې د دوشنبې د ورځې تر پایه له روسیې ووځي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه کړکېچ داسې مهال زیات شوی چې په پام کې ده د اروپایي ټولنې لوړپوړي ډیپلوماتان نن په غونډه کې په دې چاودنه کې د روسیې د لاس لرلو د ادعاوو په اړه بحث وکړي. هغه ادعا چې مسکو بې‌اساسه او هغه‌یې پر پراګ د واشنګټن د نفوذ نښه بللې ده.

د چک جمهوريت صدراعظم اندرې بابیش وویل، له خپلې خاورې د روسي ډیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه‌یې د هغو کره شواهدو پر اساس کړې چې د چک د استخباراتو او امنیتي ادارو پلټونکو وړاندې کړې دي.