اوکراین، روسیه، فرانسه او جرمني د یوې احتمالي غونډې تګلاره جوړوي

ارشیف، پاریس کې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون (ښی) او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي غونډه

د اوکراین، روسیې، فرانسې او جرمني د مشرانو لوړپوړي سلاکاران نن سره ټولېږي چې د یوې احتمالي غونډې تګلاره جوړه کړي.

دا غونډه د اوکراین ختیځ کې د کړکېچ د کمولو په هدف جوړېږي.

د سلا مشورو تر کچې نننۍ راټولېدنه له هغه وروسته ترسره کېږي چې تېره اوونۍ د اوکراین، فرانسې او جرمني مشرانو له روسیې وغوښتل چې د اوکراین پولې ته نږدې د سرتېرو حضور بېرته کم کړي.

د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د تېر اوړي نازک اوربند هم وروستیو اوونیو کې مات شوی.

دغې سیمه کې د روان میلادي کال له پيله تر اوسه لږ تر لږه ۳۰ اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.