نورستانیان د څارویو له وړیو او وژغنو څه ډول دودیزې جامې جوړوي؟ 

نورستانیان

په نورستان کې لا هم خلک د څارویو له وړیو او وژغنو جامې جوړوي، دا چې دوی په واورینو او سړو سیمو کې ژوند کوي، نو په خبره یې په کورونو کې د څارویو له وړیو جوړېدونکي جامې ګرمې دي.

دوی وايي، غواړي دغه لرغونی دود ژوندی وساتي او د وړیو څخه په معاصر ډول مصنوعات جوړ کړي خو په ټکو یې دې برخه کې د دولت مرستې ته اړ دي .

د نورستان خلک له پخوا راهېسې له وړیو څخه په خپل لاس د جوړو شوېو جامو په اغوستلو مشهور دي.

دا غرنی ولایت چې سوړ ژمی لري، د اوسیدونکو په وینا یې د وړیو جامې دوی په سړه هوا کې تاوده ساتي.

یو مهال د نورستان لېرې پرتو سیمو ته د تګ راتګ برخه کې شته ستونزې د دې لامل شوې وې چې خلکو ته یې له بازارونو معاصر مصنوعات ونه رسېږي. هغه مهال د دې غرنیو سیمو اوسیدونکو تر ډېره خوراک او پوښاک برخه کې له خپلو ځايي وسایلو په دودیز ډول کار اخېست.

د نورستانیانو په وینا د وړیو جامې دوی په سړه هوا کې تاوده ساتي.

اوس که څه هم د نورستان تر لېرې- لېرې سیمو تګ راتګ نسبتاً اسانه شوی او خلک یې د کابل په ګډون د افغانستان بېلابېلو ښارونو ته تګ راتګ کوي، خو دوی کې ګڼو یې ځینې پخواني دودونه لکه له وړیو جامې جوړول په یو ډول وساتي.

د نوروستان یو شمېر اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل، د څارویو له وړیو او وژغنو د جامو جوړول ورته له نیکونو پاتې‎ او غواړي دا دود وپالي، خو د څارویو له وړیو او وژغنو نورستانیان په څه ډول دودیزې جامې جوړوي؟

د دې ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالحکیم سجاد یې په اړه وايي: " د سرطان میاشت په ګرمۍ کې وړۍ او ویختان په څارویو غټ شوي وي، په هغوی هم ګرمې بده اغېزه کوي، نو چوپانان ترې ویښتان قینچي کوي، هغه په پاک ټوکر کې راټولوي، بیا يي په صابن پاکوي، وروسته يې په ویرانچي (ډانډس )باندې دانه دانه کوي. بیا ترې غونډاري جوړوي، له غونډارو څخه په چاتر (څرخې )تار جوړوي. په څرخه نري او پلن تارونه جوړیږي، نری تار د واسکټ،پکول او څادر لپاره کارېږي او غټ تار د اوټ (پرتوګ) لپاره کارول کېږي."

د سجاد په خبره چې ژمي کې سړي د څارویو له څرولو او ښځې د پټو له کارونو وزګارې شوې وي، نو په ګډه په کورونو کې له برابرو کړو تارونو پکولونه، چپنې، جامې، څادرونه او نور توکي جوړوي.

له وژغنو او وړیو د جامو جوړول یوازې په مرکزي نورستان کې دود نه دي، بلکې د ختیځ او لویدیځ نورستان اوسیدونکي هم د ژمي پر مهال د یادو توکو په جوړولو بوخت وي .

د لویدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسیدونکی صاحب داد همدرد وايي، له وژغنو او وړیو د جامو جوړول ډېر ستونزمن دي، خو خلک اړ دي چې په واورو او یخنۍ کې د ځان ګرم ساتلو لپاره دغه لباسونه جوړ کړي: "خلک د حیواناتو له وړیو او وژغنو ګرمې جامې جوړوي،لکه ویټ ورته وايي لنډ پرتوګ دی، همداسې چپن، پېتاوې او نور شیان ترې جوړوي. غرنۍ ساحه ده، ډېره واوره کېږي، په ژمي کې له دې جامو استفاده کېږي،کله چې له غرونو څارویو ته څېړۍ راوړي هم ترې ګټه اخلي او یا هم په غرونو او واورو کې څوک ګرځي هم دا جامې اغوندي. "

له وژغنو او وړیو د جامو جوړول یوازې په مرکزي نورستان کې دود نه دي

نورستانیان وايي، له ډېرو کلونو دوی وړېنې او د وژغنو جامې، پکولونه، چپنې او څادرونه جوړوي، خو اوس د دوی دودېز لباس د نورو ځایونو په نومونو یاديږي .

د پارون قومي شورا غړی او د ولایتي شورا منشي مولوي زینت الله ازادي راډیو وویل: "کوم دود چې دلته د کمېس، پرتوګ او خولۍ جوړولو دی، اوس يې هم خلک جوړوي، پکول زموږ رواج دی، خلک ورته چترالي وايي. چپن ،پرتوګ او واسکټ جوړول او استعمال يې دلته لرغونی دود دی."

مولوي زینت الله وايي، په دغو جامو کې د ګلونو جوړولو لپاره شنه،سره او نور رنګارنګ تارونه هم کارول کېږي.

نورستانیان وايي، پخوا ټولو خلکو همدا له وژغنو او وړیو جوړیدونکي جامې کارولې، خو توپېر په دې کې و چې د چا به مالداري او پانګه زیاته وه، هغوی به د کال څو جوړه جامې کولې او څوک به چې کمزوري و، نو یوه جوړه به يې ډېر وخت کوله .

چارواکي بیا وایي، هڅې يې پیل کړي چې په نورستان کې لاسي صنایعو ته پراختیا ورکړي

دوی له حکومته ګېله کوي چې تر اوسه یې د نورستانیانو د ملي لباس د ساتلو او ورته د ودې ورکولو لپاره هېڅ نه دي کړي او په وینا یې که ورسره مرسته وشي، له وړیو دودیزې جامې په ښه بڼه په معاصرو ماشیني وسایلو جوړیدلی شي.

چارواکي بیا وایي، هڅې يې پیل کړي چې په نورستان کې لاسي صنایعو ته پراختیا ورکړي او بازار ورته پیدا کړي .

د نورستان والي ویاند محمد سعید مومند ازادي راډیو ته وویل: "د نورستان اداره په دې هڅه کې ده چې دلته جوړېدونکو توکو ته ښه بازار پیدا کړي. هغه ورونه او خويندې چې دغه ډول لباسونه جوړوي، هغوی نور هم وهڅوي څو خپلو کارونو ته دوام ورکړي، موږ یو شمېر هغو موسساتو سره خبرې کړي چې څوک د کورني اقتصاد د پياوړتیا برخه کې کار کوي، څو دا برخه نوره هم ځواکمنه او پراخه کړي."

نورستانیان په داسې حال کې له وړېو او وژغنو د جوړېدونکو شیانو بازار موندنې غوښتنه کوي چې هېواد ته ډېری توکرونه او نور شیان له بهرنیو هېوادونو وارديږي او هر کال يې په بدل کې په میلیونونه ډالر له افغانستانه وځي.

خلک وايي، که د هېواد دننه د ټوکرانو جوړولو فابرېکې جوړې شي نو له یوې خوا به په زرګونو بې روزګاره کسانو ته د کار زمېنه برابره شي او له بل لوري به بهر ته تلونکي پېسې هم کور کې پاتې شي .