د ننګرهار د پچیراګام او هسکې مېنې لپاره د 'داعش ډلې نوی مسؤل' ووژل شو

ارشیف، ننګرهار کې یو افغان سرتېری

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو لپاره د داعش ډلې نوی مسؤل ووژل شو.

د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات تېره شپه د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي چې په نتیجه کې د داعش ډلې یو مسؤل کمین چې په حکیم‌الله مشهور دی، د تېښتې پر مهال ووژل شو.

خبرپاڼه زیاتوي په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.