بنګله‌دېش کې پر مظاهره‌چیانو د پولیسو ډزو کې ۵ تنه ووژل شول

د بنګله‌دېش په جنوب کې مظاهره‌چیان

د بنګله‌دېش په جنوب کې پر مظاهره‌چیانو د پولیسو د ډزو په نتیجه کې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د بنګله‌دېش د پولیسو یوه چارواکي عزیزالاسلام پرون د اپرېل په ۱۷مه نېټه وویل نښتې هغه مهال پیل شوې چې پولیسو د برېښنا د یوې فابریکې د معترضو کارګرانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست. د چین په مرسته د دې جوړېدونکې نیمګړې فابریکې کارګرانو د خپلو پاتې تنخواګانو غوښتنه کوله.

پولیس وايي معترضو کارګرانو او د سیمې اوسېدونکو د کوتکو په وسیله پر دوی حمله وکړه او دوی د خپل ځان د دفاع لپاره ډزو ته اړ شول.

راپورونه وايي چې واړه پنځه وژل شوي کسان کارګران وو.

په ۲۰۱۶ کال کې هم په دې سیمه کې د برېښنا د تولید د دې فابریکې د ځمکې د پېرېدلو پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي وو.