ویانا کې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه مذاکراتو کې پرمختګ شوی

ویانا کې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه مذاکرات

ویل کېږي چې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.

دا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د ژغورنې په مقصد د مذاکراتو دوهم پړاو دی. په پرونیو خبرو کې د امریکا پلاوی حاضر نه‌و، ځکه تهران له واشنګټن سره مستقیمې خبرې رد کړې دي.

د دې مذاکراتو منځګړیتوب اروپايي ټولنه کوي. چین، روسیه، فرانسه، بریتانیا او جرمني له ایران سره د دې موافقې نور لاسلیکوونکي هېوادونه دي.

له پرونیو خبرو وروسته د اروپايي ټولنې استازي انریک مورا په ځینو برخو کې د پرمختګ خبر ورکړ، خو ویې‌ویل چې لاهم نور دقیق کار ته اړتیا شته.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول د ایران له اټمي موافقې وتل اعلان کړل او ایران هم له هغه مهال په پرله‌پسې ډول له دې موافقې سرغړونه کړې.

د دې موافقې د احیا هڅې د ایران له هغه اعلان وروسته لا پېچلې شوې چې ویې‌ویل په سلو کې د ۶۰ تر کچې د سوچه یورانیمو تولید یې پیل کړی دی.