کابل کې 'د افغانستان د بیان ازادۍ کور' په نوم یو بنسټ جوړ شو 

ارشیف

د افغانستان د رسنیو ځینو خبریالانو او مسوولانو 'د افغانستان د بیان ازادۍ کور' په نوم یو بنسټ جوړ کړ.

دغه بنسټ نن شنبه (د وري ۲۸مه) په خپله لومړۍ غونډه کې د سولې پروسې په پای کې د خبریالانو او د بیان د ازادي د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بیان ازادۍ کور په خپله اعلامیه کې د خبریالانو په وړاندې د شوي تاوتریخوالي او وژنو د پېښو څېړنه هم غوښتې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د روان میلادي کال په لومړیو کې ویلي وو چې په قطر کې د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر میاشت کې د سولې مذاکرو له پیل سره جوخت په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې زورزیاتی زیات شوی دی.

په دې موده کې د ازادۍ راډیو د خبریال محمد الیاس داعي تر څنګ ځینې خبریالان وژل شوي چې د عاملانو د محاکمې برخه کې د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړی شوی دی.