د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو ډیپلومات یې په روسیه کې تر نیول کېدو وروسته خوشې او د اوکراین قونسلګرۍ ته ستون شوی دی.
نن شنبه(د وري ۲۸مه) تر دې مخکې د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې ویلي و چې د اوکراین یو ډیپلومات الکساندر سوسونیَک په سنټ پټرزبرګ ښار کې د پټو معلوماتو د ترلاسه کولو د هڅې په شک نیول شوی دی.
دغې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي و، سوسونیَک هڅه کړې چې له یوه نامعلوم روسي وګړي سره د کتنې پرمهال د روسیې د قانون د تنفیذ ادارو د معلوماتو له زېرمې محرم معلومات ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په سرحد او اشغال شوې کریمیا سیمه کې د روسیې پوځي تحرکاتو د مسکو او کییف ترمنځ کړکېچ زیات کړی دی.
روسیې کریمیا سیمه په ۲۰۱۴میلادي کال کې اشغال او له خپلې خاورې سره الحاق کړله.
مسکو د اوکراین په ختیځ کې د بېلتونپالو اقتصادي او پوځي ملاتړ کوي.