امریکا کې هغه وسله وال چې ۸ تنه یې وژلي د فېډکس پخوانی کار کوونکی و

انډیانا

امریکايي چارواکي وايي، هغه وسله وال کس چې د امریکا د انډیانا ایالت د انډیاناپولیس د فیډکس په یوه ساحه کې یې د ځان تر وژلو مخکې په ډزو ۸ کسان ووژل د فېډکس پخوانی کار کوونکی و.

چارواکو پرون جمعه (د وري ۲۷مه) وویل، دغه کس چې ۱۹ کلن ښوول شوی، د ذهني ناروغۍ سابقه هم درلوده او تېر کال یو وار نیول شوی هم و.

دغه پېښه د پنجشنبې ناوخته وشوه چې له تېرې میاشتې په امریکا کې په ډزو د ډله ییزو وژنو د لړۍ وروسته پېښه ګڼل کېږي.

دغو پېښو د کانګرس د استازو جرګې پر غړو فشار راوستلی چې د دغه ډول تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

ولسمشر جو بایډن ویلي، کانګرس باید هغه وسلې چې زیات ظرفیت لري او په پوځي ډوله حملو کې کارول کېدای شي، منع کړي.