ناسا غواړي دې لسیزه کې انسان تر سپوږمۍ پورې ولېږدوي

ارشیف

د امریکا فضایي تحقیقاتي مرکز ناسا د شخصي کمپنۍ سپېس اېکس په مرسته غواړي چې په دې لسیزه کې انسان تر سپوږمۍ پورې انتقال کړي.

ناسا پرون وویل چې له سپېس ایکس سره یې د دوه اعشاریه نهه اتیا میلیارډه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې تر دوه زره ۲۴م کال پورې به خلک تر سپوږمۍ پورې ورسوي خو اوس ناسا نېټه مشخصه کړې نه ده او وایي چې دا نېټه یو هدف دی.

سپېس اېکس شرکت چې له ناسا سره له نژدې همکاره دی د سټارس شیپ په نوم سپوږمکۍ یې جوړه کړې ده چې په دې کې به خلک سپوږمۍ ته لیږدوي.