د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وایي، که له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د سولې خبرې ناکامې شي، له دغه هېواده به بهر ته د کډوالو شمېر زیات شي.
فليپو ګراندي پرون جمعه (د وري ۲۷مه) د ایټالیا په پلازمېنې روم کې یوې خبري غونډې ته وویل: " که خبرې ناکامه شي، له بده مرغه چې زه د ناامنۍ او تاوتریخوالي د زیاتېدو وړاندوینه کوم، له دې سره به د کډوالۍ څپه هم زیاته شي د نورو برخو ترڅنګ یې پر اروپا هم اغیز پریوزي."
د افغانستان چارواکو بیا له دې وړاندې ډاډ ورکړی چې له ستونزو او ننګونو سره-سره د دوی ځواکونه د بهرنیو پوځیانو په نشتون کې هم د افغانانو د امنیت ټینګښت ته چمتو دي.