د پکتیا والي: سږ به د ګردېز د حلقوي سړک د رغولو چارې پېل شي

ارشیف

د پکتیا والي وایي چې د ګردېز د حلقوي سړک د رغولو چارې به سږ کال پېل شي.

محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه کې دغه سړک ته پيسې ځانګړي شوي او اوس د تدارکاتو په حال کې دي: "د ګردېز د ۴۶ کیلو متره حلقوي سړک لومړی پړاو چې ۱۶ کیلومتره دی، په تدارکاتو کې دی، د ۲۲ کیلومترو د ډیزاین چارې روانې دي او ۸ کیلو متره تراوسه نه دی سروې شوی."

پکتیا وال زیاتوي، د دغه سړک د جوړېدو ژمنه پخوا ورسره شوې، خو تر اوسه یې عملي بڼه نه ده غوره کړې.

د بودجې کموالی، د ګردېز ښار نابشپړ ماسټر پلان او استملاک هغه ستونزې وې چې د پکتیا د والي په خبره د سړک د جوړېدو چارې یې ځنډولې وې.