چارواکي: لا هم د پاکستان له لارې هند ته د ټرانزیټ ستونزې پرځای پاتي

پاکستان کې سوداګریز کانټینرونه

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، لا هم د پاکستان له خاورې هند ته د ټرانزیټ ستونزې نه دي هوارې شوي.

د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني چارواکو ډېرې ستونزې په واګې او بیا کراچۍ بندر کې ورته پیدا کړي دي.

ښاغلي الکوزي وویل چې د ستونزو هواری د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اپټا په نوم د سوداګریز تړون اصلاح کول دي.

دی وايي: "د افغانستان حکومت سست مخته ځي، دې برخه کې او دې ته جدي پاملرنه نه کوي، پخوا تجارت وزارت د اپټا تړون مخته ووړ اوس په جمهوري ریاست کې د حقوقو په نوم یوه اداره ده، هغوی دا چاره مخته وړي."

د اپټا تړون د لسو کلونو لپاره ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوی و.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت بیا ویلي، یوه میاشت وروسته د همدې ستونزو د حل په هدف اسلام اباد کې یوه غونډه جوړېږي.