چارواکي: طالبانو د فراه د امنیه قوماندانۍ د برېښنا یو تخنیکر وژلی

ارشیف

د فراه محلي چارواکي وایي، طالبانو د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د برېښنا یو تخنیکر وژلی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فاروق حضرتي ازادي راډیو ته وویل چې پېښه پرون جمعه (د وري ۲۷مه) له غرمې وروسته د فراه ښار اړوند شپل کوه سیمه کې وشوه.

د حضرتي په خبره، وسله والو دغه کس په ډزو وژلی او له سیمې یې پښې سپکې کړي دي.

طالبانو د برید مسولیت اخېستی او ادعا یې کړې چې چریکي برید کې یې د امنیې قوماندانۍ یو کارکوونکي وژلی دی.