ناټو او اروپایي ټولنې د تور سمندرګي د ځینو برخو د تړلو په خاطر د روسیې پلانونه غندلي دي.
روسیې ویلي، د پوځي مانور لپاره په تور سمندرګي کې تر شپږو میاشتو پورې د سمندري وسایطو په تګ راتګ بندیزونه لګوي.
ناټو پرون جمعه (د وري ۲۷مه) د روسیې له خوا دا پوځي ننداره بې دلیله او بې ثباته کوونکې وبلله.
دغه سازمان له روسیې وغوښتل چې تورسمندرګي کې د اوکراین سمندري وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.
د روسیې دا ګام د اروپایي ټولنې او اوکراین له خوا هم غندل شوی دی.
د روسیې او اوکراین ترمنځ وروسته له هغه اړیکې خرابې دي چې روسیې ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه خپلې خاورې سره یوځای کړه.