هنرمندې ګوتې - د مینه ممک رسامي

صلح / سوله
په دې تابلو کې د ښځې کالي د افغانستان سمبول دی. په کالو کې زرغون رنګ د هیلې په مانا او سور رنګ د مینې په مانا دی.

د پښتو مشهوره سندرغاړي هارون باچا ته ډالۍ یوه تابلو
هغه عکس چې د دې تابلو الهام ورڅخه اخیستل شوی، په امستردام کې کښل شوی وو خو مینه وايي، په دې رسامي کې يې هارون باچا او د هغه لور بیرته ماهیپر ته بېولي. د مینې په وینا دا په کوچنیوالي کې له خپل پلار سره د کابل جلال اباد پر لویه لاره د تګ راتګ خوږې خاطرې لري او له هغو خاطرو یې الهام اخیستی.

زهره

د عشق نور
د دې تابلو الهام د غني خان له لاندیني شعره اخیستل شوی.

د أسمان دســــــــوري لانــــــــــدي 
اود ستور د مشغولا کــــــــــــښي
د يخ سيند په غاړه نــــــــاست وو
دوه ياران مشغول ســــــلا کښي
د سپوږمـــــي زړه شو خوشحاله
په خـــــنــداي لاس کړ پــــــــوري
د عشق نوري هر خوا خور کـــــړ
په بلبل کښي په لالا کښـــــــــي
خوشحالي وزري وکــــــــــــړي
چه دزړه دباغ سيــــــــــل وکړي
او دا دواړه ياران ښـــکل کړي
د سرو ستورو مشغولا کښي
 

پروانه
په ادبیاتو کې پر شمعه د بورا ګرځېدا د دوو میینانو تر منځ د رابطې په تشبیه کارول کیږي. د مینې په وینا په دغه تابلو کې يې ښځه د بورا په مانا ده.

د مینې افسانه
دا تابلو له هغې افغان کیسې الهام اخلي چې پکې پر یوې شهزادګۍ خپل مزدور ګرانیږي او ورسره د خپل ژوند جوړولو پرېکړه کوي.

ژوند او مینه

د هیواد مرګ
د کوکنارو دا کرونده او د نجلۍ غمجن وضعیت د معتادو افغانانو غمیزه بیانوي. د مینې په وینا، دا کوچنۍ نجلۍ د هغو زرګونو کوچنیانو څرګندونه کوي چې له مخدره موادو اغېزمن کیږي.  

د پسرلي شپه

ادم خان او درخانۍ

شربت ګله
مینه وايي، په دې تابلو کې د شربت ګلې سترګې ځکه تړلي دي چې لومړی ځل د دې عکس اخیستونکی له دې د عکس اخیستلو اجازه نه وه تر لاسه کړې.