د غزني والي: سږکال پر ۱۰۰ پراختیايي پروژو کار پیلوو

د غزني والي برید جنرال سید عمر نورستانی

د غزني ولایت چارواکي وايي، دغه ولایت کې به سږ کال تر سلو په زیاتو پراختیايي پروژو کار پیل کړي.

د غزني والي برید جنرال سید عمر نورستاني ازادي راډیو ته وویل، هغه پروژې به هم بېرته پیل شي چې تېر کال نېمګړې پاتې وې.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه: "غزني ولایت کې سږ کال موږ ۱۱۶ پراختیايي پروژې لرو چې د هغوی له ډلې ۱۸ پروژې د ولایتي پلان څخه دي چې نږدې ورځو کې به یې عملي کار پیل شي او ۹۸ نورې پراختیايي پروژې له پراختیايي پلان څخه بهر دي، د هغوی بودجه چې منظوره شوه او راشي هغه به هم پیل شي."

غزني د افغانستان هغه ولایت دی چې د سختو جګړو له امله په کې د پراختیايي پروژو پلي کېدل له ستونزو سره مخ کېږي.