ویانا کې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرې پای ته ورسېدې

ویانا

د ایران د اټمي تړون د بیا احیا کېدو په اړه خبرې د پنجشنبې(د وري ۲۶مه) په ورځ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پای ته ورسېدې.

ایران او د یاد تړون نورو لاسلیک کوونکو هېوادونو لکه بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې تېره اوونۍ دغه خبرې اترې رغوونکي بللې وې، خو د سې شنبه په ورځ د ایران له خوا په نطنز اټمي بټۍ کې تر ۶۰ سلنې پورې د غني شوېو یورانیمو د تولید اعلان د ویانا پرخبرو سیورۍ وغوړاوه.

په دې خبرو کې اروپایان د واشنګټن او تهران ترمنځ د ایران د اټمي تړون پرسر اختلافاتو له کبله منځګړیتوب کوي.

ایراني چارواکي وایي، دا اقدام یې په نطنز اټمي بټۍ کې د برید په غبرګون کې کوي،دوی په دې برید کې اسرائیل ښکېل بولي.

په ویانا کې تر دوو ساعتونو خبرو وروسته ډیپلوماتانو اعلان وکړ چې د دوی کاري ډلې به بحثونو ته دوام ورکړي چې څنګه کیدای شي امریکا پر ایران بندیزونه لېرې کړي او ایران د خپل اټمي پروګرام د محدودولو ژمنو ته بېرته را وګرځي.

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خپل هېواد د ایران له اټمي تړونه وایست او پر ایران یې له سره بندیزونه ولګول.

تهران په بدل کې د تړون له ژمنو ترشا شو.