افغان لیکوال، شنونکی او ملي سوداګر فدامحمد نظري ووژل شو

ارشیف

افغان لیکوال، شنونکی او ملي سوداګر فدامحمد نظري نامعلومو وسله والو پرون چهارشنبه (د وري ۲۵مه) په خپل کور کې وواژه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي چې وسله وال کسان تېره شپه دولس بجې د کابل په دهبوري سیمه کې د نظري کور ته ننوتلي او نوموړی یې وژلی دی.

د دې وژنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی، خو پولیس وايي چې په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

نظري چې د فدامحمد خواریکښ په نوم هم پېژندل کېده څو کتابونه لیکلي او د شعرونه یوه چاپي ټولګه هم ترې پاتې ده.