امریکا پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه لګوي

د امریکا او روسیې ملي بیرغونه

په پام کې ده چې د امریکا متحده ایالات نن پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه ولګوي.

روېټرز او بلومبورګ د ځینو سرچینو له قوله چې هویت‌یې نه‌دی په ډاګه شوی، ویلي، دغه بندیزونه به پر شاخوا ۳۰ هغو ادارو ولګول شي چې تېر کال د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې یا د امریکا د حکومت او لویو شرکتونو د کمپیوټرونو په هک کولو تورنې شوي.

په دغو بندیزونو کې به دغه‌راز د استخباراتي چارواکو په ګډون شاوخوا ۱۰ تنه هم په نښه شي.

د راپورونو له مخې تمه ده چې په دغه اقدام کې به ۱۰ روسي چارواکي او ډیپلوماتان هم له دې هېواده وایستل شي.

د ولسمشر جو بایډن ادارې له څو اوونیو راهیسې داسې نښې څرګندې کړې وې چې د روسیې سایبري حملو ته به سخت ځواب ورکړي.