د ایران په اټمي موافقه کې درېیو شاملو هېوادونو جرمني، بریتانیا او فرانسې پرون (چهارشنبه) د ایران له لوري تر ۶۰ سلنې د یورانیمو د غني کولو او د پرمختللو سانترفیوزونو د کارولو پر پرېکړې سخته اندېښنه ښکاره کړه.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په دې پیمانه د یورانیمو غني کول د اټمي وسلې د جوړولو لور ته مهم ګام دی او له سولهییزو هدفونو سره، سر نهخوري.
د ایران حکومت د نطنز په اټمي تأسیساتو کې له چاودنې دوه ورځې وروسته اعلان وکړ چې یورانیم تر ۶۰ سلنې پورې غني کوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې دا کار د نطنز د چاودنې په ځواب کې کوي.