سعودي عربستان پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ایران له لوري د اټمي وسلې د جوړولو د مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي.
سعودي پرون (چهارشنبه) تر ۶۰ سلنې پورې د یورانیمو د غني کولو په اړه د ایران پر اعلان د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې وویل، دا اقدام د سولهییزو هدفونو له پروګرام سره سمون نهلري.
سعودي عربستان د ایران له حکومته په کلکه غوښتي چې د کړکېچ له زیاتولو ډډه وکړي او د سیمې امنیت او ثبات له خطر سره مخامخ نهکړي.