د پاکستان لوی درستیز او د امریکا بهرنیو چارو وزیر پر افغان سولې خبرې وکړې

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه

پاکستان وايي، د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز پرون د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د سولې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او انتوني بلېنکن پر دوه اړخیزو مسئلو او د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستیو انکشافاتو په شمول د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې پر اساس، د دغه هېواد لوی درستیز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې د ملاتړ بشپړ ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې دغه‌راز راغلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پوځ لوی درستیز ته د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا ژمنه ورکړه.