بلېنکن: له افغانستانه د ځواکونو تر ایستلو وروسته هم دې هېواد سره ژمن یو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن په بروکسل کې د وینا پر مهال

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، متحده ایالات به له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته هم له دې هېواد سره ژمن پاته وي.

انتوني بلېنکن وویل، ناټو هېوادونه به له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ایستلو کار وکړي چې ده دا "د بدلون پړاو" یاد کړ.

ده نن په بروکسل کې د وینا پر مهال وویل: "وخت رارسېدلی چې خپل ځواکونه بېرته کور ته راولو. ولسمشر بایډن به په څو ساعتونو کې په امریکا کې په دې اړه وینا وکړي. زه دلته یم چې له خپلو متحدینو سره له نږدې پر هغو اصولو کار وکړو چې په لومړي سر کې مو جوړ کړي وو. موږ په ګډه راغلي یو، په ګډه به ځو. په نږدې اوونیو او میاشتو کې به پر دې له ډېر نږدې کار کوو."

له ده سره د بروکسل په سفر کې د امریکا دفاع وزیر لوید استین هم ملګری دی.

بل‌خوا د افغانستان د ملی مصالحې عالي شورا رئیس د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې له افغانستان د بهرنیو عسکرو وتو ته په غبرګون کې وايي، له دې پرېکړې د طالبانو د ناسم درک په اړه اندېښنه شته.

ښاغلي عبدالله نن رسنیو ته وویل، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل، له دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د پرېکون په معنی نه‌دي، خو په دې هم نه‌پوهېږي چې د اړیکو دوام به څه ډول وي.

د سپټمبر تر ۱۱مې د ټولو امریکایي ځواکونو وتل تر هغه مهلت چې مخکې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون کې ټاکل شوی، شاوخوا څلور میاشتنی ځنډ ښیي.

طالبانو بیا د دې پرېکړې په ځواب کې په ټولو هغو کنفرانسونو کې د نه‌ګډون اعلان کړی چې د افغانستان په اړه جوړېږي، خو وړاندې دې ډلې پر دې ځواکونو د بریدونو خبره کړې وه.