ایران: تر راتلونکې اوونۍ به خپل یورانیم تر ۶۰ سلنې بډای کړو

د نطنز له اټمي بټۍ د ایران ولسمشر او ځینو چارواکو لیدنه

ایران وایي تر راتلونکې اوونۍ پورې به تر ۶۰ سلنې د بډای شویو یورانیمو تولید پیل کړي.

دا خبره وروسته له هغه شوې چې د دې هېواد په نطنز اټمي بټۍ کې د تېرې اوونۍ چاودنې وروسته تهران پر اسرائیل تور ولګاوه چې دا برید هغوی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار په اداره کې د ایران استازي نن په یوه ټویټ کې ویلي چې هېواد به‌یې به نطنز کې یورانیم تر ۶۰ سلنې بډای کړي.

دا به تر ټولو لوړه درجه د یورانیمو بډاینه وي چې د ایران په اټمي پروګرام کې کېږي.

لا هم د اټمي وسلې د جوړېدو لپاره ایران اړتیا لري چې دغه یورانیم تر ۹۰ سلنې بډای کړي.