د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ۱۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه لوېې ټولګټې پروژې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.
د چارواکو د خبرو له مخې چې دې پروژو کې د ۳ ښوونځیو ودانۍ او د څښاک د پاکو اوبو دوه شبکې شامل دي او مالي لګښت یې افغان دولت ورکړی.
د تخار والي مولوي عبدالله قرلق رسنیو ته وویل: "د څښاک اوبو په دې دوو پروژو څه باندې ۸۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی. پخوا کلیوالو د څښاک اوبو ته لاس رسی نه درلود او په ډېرې خوارۍ به یې له لېرو سیمو غیر صحي اوبو راوړلې. خو د دې پروژو په ګټې اخېستو سره د ۱۵ کلیو اوسېدونکي د څښاک له پاکو اوبو برخمن شول."
د سیمې خلک هم له دې پروژو خوښ دي وايي، پخوا یې له لېرې سیمو ناپاکې اوبه راوړلې چې د کورنۍ ګڼ غړي به پرې ناروغ وو.
رستاق ولسوالۍ د تخار مرکز تالقان شمال لور ته په ۷۰ کیلو متره واټن کې پروت دی چې ددې ولایت له سرحدي ولسوالیو شمېرل کیږي.