د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، افغانستان د چرګانو د غوښې د توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی او اوس مهال، په کلني ډول په هېواد کې د چرګانو د غوښې تولید ۲۶۰ زره ټنو ته رسېږي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، دا مهال د هېواد په کچه د غوښېنو، هګیو او تکثیري چرګانو نهه زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعال دي.
د ښاغلي رستمي په خبره، کابل د هګيو د چرګانو له نږدې دوه زره فارمونو په درلودو سره، د هګیو چرګانو تر ټولو زیات فارمونه لري او کندهار د غوښېنو چرګانو شااوخوا زر فارمونه لري.
هغه زیاته کړه، د تکثیري چرګانو د ساتنې فارمونه کم دي او څلور نور فارمونه په بلخ او کندهار ولایتونو کې جوړ شوي دي.
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت شمېرې ښیي چې په تېر لمریز کال کې د چرګانو د غوښي تولید ۲۶۱ زره او ۴۷ مټریک ټنه ته ورسېد چې ډېره برخه یې کابل، هرات، ننګرهار، تخار، کندهار، بلخ، هلمند او فراه ولایتونو کې تولید شوي.