امریکا د 'جانسن اېنډ جانسن' واکسین له کبله ۶ پېښې څېړي

د 'جانسن اېنډ جانسن' واکسین

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د 'جانسن اېنډ جانسن' واکسین له کبله د وینې د غوټه کېدو پېښې څېړي.

د دغه مرکز مشورتي کمېټه نن چهارشنبه(د وري ۲۵مه) وروسته تر دې غونډه کوي چې پرون دوی او د امریکا د خوړو او درملو ادارې د کووېډ-۱۹ ضد دغه واکسین د درولو خبر ورکړ.

دوی به هغه شپږ پېښې وڅېړي چې د اتلسو او اته څلویښتو کلونو ترمنځ مېرمنو کې له واکسین وروسته وینه کلکه شوې ده.

د دغو شپږ مېرمنو له ډلې یوه یې مړه شوې او د نورو وضعیت هم د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

له دغه اعلان سره همهاله 'جانسن اېنډ جانسن' شرکت ویلي، په اروپا کې به هم د خپل واکسین بهیر ودروي.