بایډن: پوتین دې اوکراین سره د کړکېچ د کمېدو لپاره اقدامات وکړي

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین څخه غوښتنه وکړه چې له اوکراین سره د کړکېچ د کمېدو لپاره اقدامات وکړي.

په هغه ټیلیفوني مکالمه کې چې پرون سې شنبه (د وري ۲۴مه) وشوه، ښاغلي بایډن له پوتین سره یوځای په یوه درېیم ګړي هېواد کې د یوې سرمشریزې د جوړېدو وړاندیز وکړ.

دا څرګندونې داسې مهال کې کېږي، واشنګټن او ناټو یو وار بیا له کییف څخه پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، په دې ټیلیفوني مکالمه کې په اشغال شوې کریمیا او د اوکراین په سرحدونو کې د روسیې د ناببره پوځي تحکیماتو په اړه اندېښنه وښوول شوه.

د اعلامیې په حواله، ولسمشر بایډن له خپل سیال پوتین څخه غوښتنه وکړه چې د کړکېچ د کمولو لپاره اقدام وکړي.

په تازه ویډیويي تصاویرو کې د اوکراین د سرحد او کریمیا ټاپو وزمې پر لوري د روسیې پوځي وسایط د تګ په حال کې ښکاري.

روسیې کریمیا ټاپووزمه په ۲۰۱۴میلادي کال کې اشغال او له خپلې خاورې سره الحاق کړله.