طالبان وايي، تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، هېڅ داسې کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پریکړه په کې کېږي.
دا خبره د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم تېره شپه په خپل یوه ټویټ کې کړې ده.
تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه زموږ له هېواد څخه نه وي وتلي،دا.ا.امارت په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پريکړه په کې کېږي.اسلامي امارت د اسلام د مقدس دين له مخې خپل کارونه په مشورو سره کوي، د مشورو په نتيجه کې چې کومه پريکړه وشي د هغې له مخې تصميم نيسي.
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) April 13, 2021
نوموړي ویلي، دوی خپل کارونه په مشورې سره کوي او د همدې مشورو په ترڅ کې چې هره پریکړه وشي، د هغې له مخې تصمیم نیسي.
دا اعلان وروسته تر دې کېږي چې لویدیځو رسنیو وویل، امریکایي ولسمشر جوبایډن به د سپتمبر میاشتې تر ۱۱ مې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.
په دې اړه نور: جو بایډن له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه د روان کال د 'سپټمبر په ۱۱مه' باسيکه داسې کېږي، دا به له هغه مهلته څه باندې څلور میاشتې په ځنډ د ځواکونو وتل وي چې د طالبانو او واشنګټن د دوحې هوکړه کې یې یادونه شوې ده.
طالبان دا اعلان داسې مهال کوي چې ترکیې ویلي، د همدې میلادي میاشتې په ۲۴مه د ترکیې کانفرانس پیلیږي.