اشرف غني او انتوني بلېنکن پر افغان سولې او استانبول غونډې خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د افغانستان ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې پر پروسې او د استانبول پر غونډې خبرې وکړې.

ولسمشر اشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې نن‌یې د متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره د سولې د روان بهیر، په ترکیه کې د سولې د کېدونکو خبرو او همداراز د ده او د امریکا د ولسمشر جو بایډن د کېدونکو ټیلیفوني خبرو په اړه د نظر تبادله کړې ده.

د امریکا ولسمشر تر اوسه پورې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د پاتې پوځیانو د ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.