ایران له اروپايي اتحادیې سره خبرې وځنډولې

ارشیف، د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټمي پروګرام په اړه د دغه هېواد خبرې

پر ایران د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو د بندیزونو له اعلانه څو ساعته وروسته ایران له اروپايي اتحادیې سره خبرې وځنډولې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده پرون وویل چې د اروپايي اتحادیې بندیزونه غندي او هغه بې‌اعتباره بولي.

ده همداراز وویل چې د اروپايي اتحادیې د اقدام په ځواب کې له دې اتحادیې سره جامع خبرې ځنډوي.

په دې خبرو کې مخدره مواد، ترورېزم او بشري حقونه شامل موضوعات دي.