تایوان وايي، د چین ډېر شمېر جنګي الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته داخلې شوې دي.
د تایوان دفاع وزیر ویلي چې د دوشنبې په ورځ د چین ۲۵ جنګي الوتکې د تایوان فضا ته داخلې شوې.
دا پېښه وروسته له دې شوې چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت تر دې یوه ورځ وړاندې چین ته د غلیمانه دریځ په خاطر خبرداری ورکړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ځانګړي ډول د تایوان په وړاندې د چین د زیاتېدونکو لمسونو په وړاندې خبرداری ورکړی و.
چین د تایوان ټاپو د خپلې خاورې برخه ګڼي، خو تایوان وايي چې خپلواک هېواد دی او هېڅکله به له چین سره یوځای نهشي.