سپینه ماڼۍ: د ایران د نطنز اټمي تأسیساتو د برېښنا پرچاوۍ کې لاس نه‌لرو

د ایران له نطنز اټمي ټأسیساتو د دغه هېواد ولسمشر او نورو چارواکو لیدنه

د امریکا حکومت وايي، د ایران د نطنز د اټمي تأسیساتو د برېښنا د پرچاوۍ په پېښه کې یې لاس نه‌دی لرلی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې ایران دې په دې پېښه کې پر اسرائیل له تور لګولو ډډه وکړي.

د یکشنبې په ورځ په نظنز کې د ایران د یورانیمو د غني کولو په تأسیساتو کې یوه پېښه د دې سبب شوه چې برېښنا یې پرچاو شي.

نیویارک ټایمز ویلي چې په دې تأسیساتو کې چاودنه شوې او برېښنا یې له کاره غورځولې ده.

له دې پېښې وروسته ایران اسرائیل ته د تور ګوته ونیوله او ویې‌ویل چې غچ به ورڅخه واخلي.