داوودزی: پاکستاني چارواکو د سولې بریالیتوب لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ راکړی

د سیمه‌ییزې اجماع لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی

د سیمه‌ییزې اجماع لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی وایي، پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي داوودزي پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې په دې اړه چې ایا اسلام‌اباد به پر طالبانو له خپل نفوذ څخه کار واخلي چې د افغانستان د سولې دغه نوې هڅې بریالۍ شي، وویل: "پاکستان ماته اطمینان راکړی چې دوی هغه لازم اثر، رسوخ چې پر طالبانو یې لري، له هغې نه په استفادې طالبان تشویق کړي چې د افغانستان له دولت سره با مفهومه مذاکراتو ته راوړاندې شي."

خو ښاغلي داوودزي دا هم وویل چې پاکستان طالبانو ته مشوره ورکولای شي، بلکې امر ورته نه‌شي کولای.

هغه همداراز وویل چې طالبان او پاکستاني چارواکي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

طالبان د دوحې تړون له مخې تر مې میاشتې د ټولو امریکایي ځواکونو په وتلو ټینګار کوي، خو پاکستاني چارواکي وایي چې د افغانستان وضعیت ته په کتو باید دغه ځواکونه په مسؤلانه ډول له دې هېواده ووځي.