افغان ولسمشر اشرف غني د بشپړو شویو پروژو پر حفظ او مراقبت ټینګار وکړ او ویېویل چې مسؤل چارواکي باید دې اصل ته جدي پام وکړي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون د ښاري ودې او لار جوړولو د اوونۍ د پروګرام د پرانیستلو په مناسبت یوې غونډې ته وکړې.
ښاغلي غني زیاته کړه: "که د دغو پروژو ساتنه ونهشي، دا ضایع کېږي. ضرورت د دې دی چې زموږ ټرانسپورتران په یوه واضح، ملي تړون سره له موږ سره راشي. دا سړکونه ۶۰ ټنو، ۸۰ ټنو، ۱۰۰ ټنو ته نهدي جوړ شوي."
د دغه پروګرام په ترڅ کې په ولایتونو او کابل کې د فواید عامې وزارت، کابل ښاروالۍ او د پلازمېنې د زون د پراختیا د ادارې له لوري د سړکونو او پلونو په ګډون په لسګونه رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وړاندې کېږي.