اوکراین: له روسیې سره د خبرو په اړه مو زموږ د غوښتنې ځواب نه‌دی ترلاسه کړی

ارشیف، یو شمېر اوکرایني پوځیان

اوکراین وایي، له روسیې یې غوښتي چې د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ د زیاتوالي په اړه ورسره خبرې وکړي، خو تر اوسه‌یې ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

کیف او لوېدیځ روسیه تورنه کړې چې د هغو بېلتون‌پالو ملاتړ کوي چې د اوکراین د ختیځ، دونیڅک او لوهانسک پر ځینو سیمو کنټرول لري، خو مسکو بیا د ملامتي ګوته کیف ته نیسي.

د کیف او مسکو ترمنځ کړکېچ په دې وروستیو کې وروسته له هغې زیات شوی چې په اخیستل شویو وېډیوګانو او تصویرونو کې ښکاري چې روسیې خپل وسله‌وال ځواکونه د اوکراین له پولو سره او په لاندې کړې کریمیا ټاپووزمه کې زیات کړي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له مسکو او نړیوالو شریکانو سره د شوې موافقې مطابق‌یې له روسیې رسماً غوښتنه کړې چې د ځواکونو د دغه پام وړ زیاتوالي په اړه ورته وضاحت ورکړي، خو په وینا یې په خواشینۍ سره چې مسکو تر اوسه له دې کاره ډډه کړې ده.