ولسي جرګې د افغانستان د قضائیه قوې د واک او تشکیل قانون طرحه تصویب کړه

د افغانستان ولسي جرګې تالار

د افغانستان د قضائیه قوې د واک او تشکیل قانون طرحه نن د ولسي جرګې له لوري د رایو په اکثریت تصویب شوه.

د ولسي جرګې عدلي او قضایي کمېسیون وایي چې د قانون دغه طرحه د هېواد اساسي قانون د ۱۱۶مې او ۱۲۳مې مادو په رڼا کې چمتو شوې چې اساسي هدف‌یې د محاکمو د تشکیل او صلاحیت، د قضاتو د ذاتي چارو او د قضاتو سرغړونو او جرمونو ته د رسیدګۍ د بڼې د اړوند چارو تنظیمول دي.

د دغه کمېسیون مشر محمد رحیم علي‌یار د دوشنبې ورځې له عمومي جلسې وروسته ازادي راډیو سره په خبرو کې کې د قضائیه قوې د تشکیل او واک په تړاو د یاد قانون طرحه خورا اغېزناکه وبلله.

بل‌خوا د افغانستان سترې محکمې هم د ولسي جرګې له دې پرېکړې هرکلی کړی او تمه‌یې ښودلې چې مشرانو جرګه هم دغه طرحه تأیید کړي چې بیا به د توشېح لپاره ولسمشر ته واستول شي.