خلیلزاد: سوله کې باید د ښځو غږ واورېدل شي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، کابل کې يې د سفر له پای ته رسېدو مخکې په همدې تړاو د ښځو د حقونو له ملاتړو او دیني علماوو سره یوه بحث کې ګډون کړی دی.

خلیلزاد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې سوله کې باید د ښځو غږ واورېدل شي او په خبره‌یې مېرمنې او په ځانګړې توګه هغه چې دیني زده‌کړې یې کړي، دې بهیر کې اغېزمن رول لوبولی شي.

له دې وړاندې کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې کابل ته د زلمي خلیلزاد ۴ ورځنی سفر ګټور و.

د دې سفر پر مهال نوموړي له بېلابېلو خواوو سره د استانبول کنفرانس پر چمتووالي خبرې وکړې.